اشرف غني: پاکستان دې د ترورېزم پر ضد عملیاتو له سره کتنه وکړي

افغان ولسمشر وايي، پاکستان باید په عمل کې ثابته کړي چې د ترورېزم پر ضد مبارزه کې ونډه لري.

محمد اشرف غني د اسیا زړه هېوادونو په شپږم کنفرانس کې د هند په امرتسر ښار کې وویل، پاکستان باید د ترورېزم پر ضد په پوځي عملیاتو له سره کتنه وکړي.

ښاغلي غني د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې افغان ځواکونه یوازې پرې نه‎ږدي.

دغه کنفرانس ته د هند لومړي وزیر نرېندار مودي هم وینا وکړه او ویې‌ویل چې دوی به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د اسیا زړه شپږم کنفرانس چې د هند په امرتسر ښار کې جوړ شوی د شاوخوا ۴۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په‌کې ګډون لري.