ولسمشر غني اقتصاد برخه کې د هند مرستې مهمې ګڼي

افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د سولې او اقتصاد په برخه کې د سیمې او په ځانګړي توګه د هند مرستې مهمې ګڼي.

ښاغلی غني چې نن‌یې د هند په امرتسر کې د اسیا زړه په شپږم کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې د ترورېزم سره د مبارزې برخه کې يو ګډ کاري پلان ته اړتیا ده.

د نوموړي په وینا د افغانستان د پرمختګ او سولې به برخه کې د هند، ایران او افغانستان درې اړخیزه همکاري مهمه ده.

دغه کنفرانس ته د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم وینا وکړه او ویې‌ویل چې دوی به افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او غواړي چې افغانستان په سیمه کې په جغرافیوي لحاظ د سولې په نقطه بدله کړي.