دفاع وزارت د جنرال جان نېکلسن وروستۍ څرګندونې نه‌ردوي

د افغانستان دفاع وزارت په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وروستۍ څرګندونې نه‌ردوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډيو ته وویل، ممکن اوس هم د افغانستان په ملي اردو کې فساد موجود وي، خو ټینګار کوي چې د وزارت رهبري د فساد له‌منځه وړلو ته ژمنه ده.

ښاغلی رادمنش وايي:

"زه د ښاغلي جنرال جان نېکلسن خبرې نه‌ردوم، خو موږ د فساد پر وړاندې په مبارزه کې مهمې لاسته راوړنې لرو."

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن د جمعې په ورځ په پنټاګون کې ویلي و چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ملي اردو پر وړاندې لویې ننګونې فساد او کمزورې رهبري ده.