د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د تندر ۲۲ په نوم د روانو تصفیوي عملیاتو په لړ کې یې ۹ تنه وسلهوال مخالفین وژلي او اتهیې ټپيان کړي دي.
د کندز د شلمې پامیر فرقې ویاند غلام حضرت کریمي نن ازادي ارډیو ته وویل، یاد وسلهوال مخالفین د کندز ښار اړوند په حکیم کلي او نورو سیمو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ښاغلی کریمي زیاتوي، د ۲۲ تندر تصفیوي عملیات د کندز ښار په شاوخوا کې روان دي.
د یو بل خبر له مخې دفاع وزارت وايي چې په بېلابېلو سیمو کې په عملیاتو کې یې د ۴ داعش جنګیالو په ګډون ۱۸ وسلهوال مخالفین وژلي دي.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.