په جرمني کې امنیتي ځواکونو یو ۱۷ کلن افغان نیولی دی.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د جرمني چارواکو په حواله ویلي چې دا افغان پناه غوښتونکی په یوې ۱۹ کلنې محصلې د جنسي تېري او د هغې د وژنې په شک نیول شوی دی.
د جرمني په جنوب غربي ښار فرایبورګ کې یوه څارنوال ویلي د هغې وېډیو له مخې چې د پېښې له سیمې ثبت شوې په دغه ځوان د یاد جرم شک شوی دی.
۱۹ کلنه محصله د اکټوبر په شپاړلسمه له یوه محفله کور ته په لار وه چې لادرکه شوه او په هماغه ورځیې جسد له یوه روده وموندل شو.
نیول شوي ځوان افغان څه نهدي ویلي خو چارواکي وايي، هڅه کوي چې څرګنده کړي ایا دغه نیول شوي افغان له نجلۍ سره پېژندل که څنګه.