ارګ: ولسمشر غني د «اسیا زړه» کنفرانس کې ګډون کوي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې ولسمشر محمد اشرف غني «د اسیا زړه» په کنفرانس کې چې سبا په هند کې جوړېږي ګډون کوي.

د جمهوري ریاست ویاند محمد هاون چخانسوري نن ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلي غني د متحده عربي اماراتو له سفر وروسته په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره هند ته ځي.

هند به سبا د «اسیا زړه» یا د استانبول پروسې د ۶ کنفرانس کوربه وي.

افغان حکومت وایي، له تروریزم سره د مبارزې ګډه ستراتيژي او اقتصادي پرمختګونه هغه مسایل دي چې تمه ده دا ځل د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې پرې خبرې وشي.