ابدالي: د اسيا زړه کنفرانس کې پر ګډې اعلاميې توافق وشو

نن په هند کې د اسيا زړه کنفرانس په اوله ورځ پر يوې ګډې اعلاميې توافق شوى دى.

د نوي ډيلي لپاره د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي ازادي راډيو ته وويل چې په دې اعلاميه کې د ټروريزم په وړاندې پر ګډې مبارزې، په دې ډګر کې له افغانستان سره پر همکارۍ او نورو مسايلو ټينګار شوى دى.

په اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان ثبات، د سيمې د ثبات او امن په ګټه دى.

په پام کې ده، دغه اعلاميه سبا د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د صدراعظم نريندرا مودي له خوا رسماً اعلان شي.

د اسيا زړه کنفرانس کې چې د هندوستان په امرتسر ښار کې ترسره کېږي، تر دېرشو د زياتو هېوادونو استازي برخه لري.

صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې د هند لپاره د افغانستان له سفير شيدا محمد ابدالي څخه پوښتنه کړې: افغانستان به په دغه کنفرانس کې د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره د ګډونوالو هېوادونو څومره همکاري جلب کړي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له شیدا محمد ابدالي سره مرکه