خپلواک: د حزب اسلامي د بندیانو لیست څېړل کېږي

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د توافقنامې د پلي کولو اجرائیوي ګډه کمېټه وایې چې د حزب اسلامي د څلور سوه بندیانو لیست د څېړلو لپاره عدلي او قضایې ارګانونو ته استول شوی دی.

د دغې کمېټې رئیس اکرم خپلواک نن ازادي راډيو ته وویل چې له څېړنو وروسته به دغه لیست ولسمشر غني ته واستول شي.

نوموړي وویل چې له څېړنو وروسته به یوازې حزب اسلامي پوري مربوط سیاسي بندیان له زندانه خوشي شي.

په همدې حال کې د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمد کریم امین نن ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د لومړنیو معلوماتو په اساس دا مهال د حزب اسلامي دوه زره شپږه سوه بندیان د افغانستان په زندانونو کې دي.

خو نوموړي وویل چې له دوی سره دا مهال د افغان دولت هیڅ کوم بندي نشته.