ميمو: د سوریې جګړه کې تر زرو زیات افغانان وژل شوي

يوه څېړنيزه اداره وايي د سوريې په جګړه کې تر زرو زيات افغانان چې د ايران له خوا د جنګ لپاره لېږل شوي وو- وژل شوي دي.

د منځني ختيځ د چارو څارونکې او څېړنيزه اداره ميمو «MEMO» په خپل پروني راپور کې ويلي دغه افغانان د سوريې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ په جګړه کې وژل شوي دي.

راپورونه وايي، دغه افغانان د ايران له خوا سوريې ته لېږل شوي دي.

په راپور کې ويل شوي له دغو افغانانو سره ژمنه شوې وه چې د مياشتې به پنځه سوه ډالره معاش او په ايران کې د استوګنې اسناد ورکول کېږي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې په خپل يوه راپور کې ويلي چې له ٢٠١٣میلادي کال راهيسې ايران، په زرګونو افغانان په غيرقانوني ډول د سوريې جنګ ته لېږلي دي.