زابل کې د خبریالانو پرموټر چاودنه شوې

د زابل په شهري صفا ولسوالۍ کې د رڼا اژانس درې کارکوونکي د ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي ازادی راډیو ته وویل چې د لعل جان په نوم د رڼا اژانس خبریال د هغه کېمره مین او موټر چلوونکي نن د امنیتي ځواکونو سره عملیاتو ته تللي و چې نن تر غرمې وروسته د شهري صفا ولسوالۍ د اسحاقزو مانده په سیمه کې يې پر موټر چاودنه وشول.

د امنیت د امر په وینا په چاودنه کې درې واړه سطحي ټپیان شوي او حالت يې د اندېښنې وړ نه دی.

تر دې مخکي په هلمند کې د اریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیرد ماین په چاودنه کې ووژل شو.