ایران وايي د کانګریس بندیزونه له اټمي موافقې سرغړونه ده

ايران وايي، د امريکا د کانګریس له خوا د بنديزونو غځول د اټمي موافقې څخه سرغړونه ده.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي نن ويلي:

"موږ به دا خبره د ايران له خوا د دې موافقې د پلي کېدو او ارزونې کمېټې سره شريکه کړو،موږ په هر حالت کې د خپل ملت د حقونو خوندي کولو ته چمتو يو."

دا خبرې وروسته له هغه دي چې د امریکا سنا پر ايران د راتلونکو لسو کلونو لپاره د بنديزونو لايحه پرون تصويب کړه.

دغه لايحه به اوس سپینې ماڼۍ ته ځي او ټاکل شوې ده ولسمشر بارک اوباما به یې لاسليک کړي.

د اوباما ادارې چارواکي وايي، دغه قانون له ايران سره له اټمي موافقې سرغړونه نه کوي.