اروپايي ټولنې د داعش ډلې احتمالي حملو په اړه خبرداری ورکړ

د اروپايي اتحاديې د پوليسو اداره د داعش له خوا د احتمالي حملو خبرداری ورکړی دی.

دوی وايي دا حملې احتمالاً د هغو هېوادونو پر ضد کېدای شي چې په عراق او سوریه کې د دغې ډلې پر وړاندي جنګېږي.

يوروپول په يوه راپور کې چې نن خپور شو، ويلي، په اروپا کې ښايي ګڼ شمېر داسي کسان وي چې دغه حملې وکړي.

راپور خبرداری ورکوي چې په فرانسه او بلجيم کې د تېرو دوو کلونو پر مهال حملې ښيي چې سخت دريځي د پېچلو حملو د پلان توان لري.

راپور وايي، په اروپا کې د موټر بم حملو تاکتيک هم ښايي وکارول شي.