اندرابي: بغلان کې د تریاکو او چرسو کښت زیات شوی

په بغلان کې د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې د ادارې رئیس وايي، په دې ولایت کې د تریاکو او چرسو کښت زیات شوی دی.

فضل حق اندرابي ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د جګړې او نا امنیو له کبله په دې ولایت کې د نشه يي موادو د کر پر ضد لازمه مبارزه نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو دوو کلونو کې د تریاکو او چرسو کښت ډېر زیات شوی دی چې تقریباً درې یا څلور چنده زیاتوالی په کې راغلی دی."

خو اندرابي په عین حال کې وویل چې په بغلان کې د نشه يي موادو د کر د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات هم پیل شوي.