دفاع وزارت: تېرو ۲۴ساعتونو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې په بېلو بېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې شل تنه وسله وال وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي.

دې وزارت نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دا عملیات په ننګرهار، پکتیکا، غزني، خوست، کندهار، ارزګان، زابل، دایکندي، بادغیس، هرات، فراه، فاریاب، کندز او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.

دفاع وزارت وايي، د ملا اختر محمد په نوم د طالبانو یو قوماندان هم د همدې عملیاتو په ترڅ کې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې وژل شوي.

دفاع وزارت په داسې حال کې د دې وسله والو د وژل کېدو خبره کوي چې وايي په ټول افغانستان کې د «شفق۲» په نوم پراخ پوځي عملیات دوام لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.