د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال جیمز ماټیز د خپلې ادارې د دفاع د وزیر په توګه نومولی دی.
دا جنرال په عراق او افغانستان کې د جګړې د ډګر په بریاوو مشهور دی.
ډونالډ ټرمپ پرون په یوه غونډه کې وویل چې غواړي جنرال جیمز ماټیز د پینټاګون مشري وکړي.
۶۶ کلن جیمز ماټيز په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان د برید پر مهال او ورپسې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د صدام حسین د رژیم د نسکورولو لپاره پر عراق د برید پر مهال د سمندري ځواکونو د کنډکونو مشري کوله.
نوموړي وروسته په ۲۰۰۴ میلادي کال د فلوجې د نیولو په خونړیو عملیاتو کې هم د امریکا سرتېرو قومانده په غاړه لرله.
نوموړي وروسته په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د امریکا د مرکزې قوماندې مشر و چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې تر تقاعد پورې یې د منځني ختیځ کې د عملیاتو څارنه کوله.
ګومان کېږي چې جنرال ماټیز په کانګرس کې قوي ملاتړ لري او دا به دا امریکا د دفاع د وزیر په توګه تائید شي.