د روسیې یوې کارګو بېړۍ هدف ته تر رسېدو مخکې اور اخیستی

د روسیې د فضايي څېړنو ادارې ویلي یوه کارګو بېړۍ چې نړیوال هوایي سټیشن ته یې مواد انتقالول د سایبریا په سر په هوا کې ماته شوې او اور یې اخیستی دی.

د روسیې د فضايي څېړنو ادارې «روسکوسموس» پرون وویل له MS-04 کارګو بېړۍ سره چې د قزاقستان له بایکنور سټیشنه هوا ته توغول شوې وه له شپږو دقیقو او درویشتو ثانیو وروسته اړیکه پرې شوه.

له دې فضايي بېړۍ سره وروسته له هغه اړیکه پرې شوه چې د راکټ د دریم ماشین یې اور واخیست او مقصد ته په رسېدو کې ناکامه شوه.

دا په دوو کلونو کې فضا ته د روسیې د بېړۍ استولو ناکامه هڅه ده چې لیدل کېږي.

تمه وه دا بېړۍ د ډسمبر په دریمه نړیوال هوايي سټیشن ته ورسېږي او دوه اعشاریه څلور ټنه تېل، وسایل، په نړیوال فضايي سټیشن کې شته روسي هوانوردانو ته خوراکي مواد او د کرسمس ډالۍ ورسوي.