د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي له خپل سوسیال ګوند نه د راتلونکو انتخاباتو په خاطر د کاندیداتورۍ په لټه کې نه دی.
ښاغلي اولاند پرون وویل چې غواړي خپل ګوند ته چانس ورکړي څو د محافظه کارۍ او افراطیت په وړاندې بریا ترلاسه کړي.
"نن په هغه خطر پوهېږم چې که زه خپله قدم واخلم، ځکه ډېر متحد کسان راپسې نه دي ولاړ، د همدې لپاره مې پرېکړه کړې ده چې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره به نه کاندیدیږم."
د فرانسې ولسمشرۍ انتخابات د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې کېږي او تمه ده صدراعظم مانوویل والز د سوسیال ګوند په استازیتوب پکې مخکښ کاندید وي.
محافظه کاره ګوند "لې رپبلېکینز" پخوانی صدراعظم فرانسوا فیلون کاندید کړی دی.
کارپوهان وايي ښاغلی فیلون او د ښي اړخي ګوند کاندیده مارین لې پین به د انتخاباتو په دویم دور رایه اچونه کې تر ټولو مخکښ کاندیدان وي.