د امریکا مشرانو جرګې پر ایران د بندیزونو مسوده تصویب کړه

د امریکا مشرانو جرګې په اکثریت رایو هغه مسوده تصویب کړه چې له ایران سره په سوداګرۍ بوختو کمپنیو باندې بندیز لګوي.

۹۹ سناتورانو دغې مسودې ته مثبته رایه ورکړه او هیڅ چا یې مخالفت ونه کړ.

په دې اساس به تر لسو نورو کلونو پورې په هغو کمپنیو بندیز لګېدلی پاتې وي چې له ایران سره سوداګري کوي.

تر دې مخکې د استازیو جرګې هم دغه مسوده تصویب کړې وه.

دا مسوده به ولسمشر بارک اوباما ته هم ولېږل شي خو معلومه نه ده چې هغه یې تائیدوي یا یې ویټو کوي.

که ولسمشر اوباما ویټو وکړي نو پخوانی بندیز به تر یوې بلې میاشتې پاي ته ورسېږي.

امریکايي چارواکو ویلي دا مسوده به له ایران سره اټمي تړون زیانمن نه کړي.