ننګرهار کې ۲سوه بېځایه شویو کورنیو سره مالي مرسته وشوه

په ننګرهار کې له څه باندې دوه سوه بېځایه شویو او بېرته راستنو شویو کورنیو سره مالي مرستې وشوې.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې له ۲۳۸ کورنیو سره چې پکې ۱۴۸ کډوالې کورنۍ او پاتې نور بې ځایه شوې کورنۍ دي پرون د شپږو نه تر یوولسو زرو افغانیو پورې مرسته وشوه.

د بیان له مخې تر دې دمه له ۳۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي موادو او نغدو پیسو مرستې شوي او دا لړۍ به همداسې دوام ولري.