ارګ: د ولسمشر خبرې د رسنیو په اړه نوې

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر په خپله وروستۍ وینا کې رسنۍ نه دي یادې کړي.

په ټولنیزو رسنیو د خپرې شوې وېډیو په استناد افغان ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ته په سفر کې ویلي چې، "ټلویزیونونه یوې خواته پرېږدئ، پرېږدئ چې له هغوی باد ووځي، له تاسو بم وځي."

خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو ته وویل د ولسمشر اشاره رسنیو ته نه وه بلکې هغه اشخاص یې یاد کړي چې د حکومت د سقوط خبرې یې کولې:

"له رسنیو تمه لرو چې مسلکي چلند وکړي، ښه ده چې ویناوې بشپړې واورو، جمله یې ټوله ونیسو، له منځه که کوم څه اخلو شروع او ختم یې مطالعه نه کړو واقعاً خپله معنی له لاسه ورکوي، په دې مسئله کې هم دقیقاً همدا کار شوی دی، ولسمشر په دې وینا کې د رسنیو او د هغوی د کارونو په اړه څه نه دي ویلي."

د ولسمشر ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د رسنیو ځینو ملاتړو ډلو پرون له ولسمشره وغوښتل چې د خپلې وروستۍ وینا په اړه بخښنه وغواړي.