د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تشکیلاتو بشپړېدو کار پیل کړی

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د اصلاحاتو او د کمېسیون د تشکیلاتو د بشپړېدو لپاره‌یې کار پیل کړی دی.

د دغه کمېسیون کمېشنر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن ازادي راډیو ته وویل چې د کمېسیون د تشکیل له پوره کېدو وروسته به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د مهال‎وېش په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلی صیاد زیاتوي:

"ان‌شاءالله موږ به په دې اړه خپلو غونډو ته دوام ورکړو او کله چې د کمېسیون تشکیلات پوره شول بیا د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په اړه به پرېکړه وکړو."

ولسمشر غني د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د نویو کمېشنرانو تر معرفي کولو وروسته له دوی څخه وغوښتل چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره چمتووالی ونیسي.