په غزني کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ریحان په نوم د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي دي.
د غزني امنیه قوماندان امینالله امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې یاد مخالفین تېره ورځ د ابند ولسوالۍ په بزک کلي کې د ګډو ځواکونو د کمین په نتیجه کې وژل شوي دي.
نوموړی وايي، په یاده پېښه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نهده اوښتې خو د ۱۸ طالبانو د وژلو او نهو د ټپي کېدو خبره کوي.