ټايمز اف انډيا:
هندۍ ورځپاڼې ټايمز اف انډيا په خپله تازه ګڼه کې په اقتصادي لحاظ له نورو هېوادونو سره د افغانستان د وصل کېدو په باب ليکنه خپره کړې او د نوي ډيلي لپاره يې د افغانستان د سفير خبرو ته اشاره کړې چې ويلي يې دي: افغانستان نور په وچې پورې تړلى هېواد نه دى.
شيدا محمد ابدالي ويلي، افغانستان په وروستيو مياشتو کې په څو مهمو وصلوونکو پروژو کې شامل شوى، لکه د چاه بهار بندر پروژه چې هند د ايران د اوبو په مرسته له افغانستان سره تړل کېږي.
دغه هندۍ ورځپاڼه زياتوي، د نوي ډيلي لپاره د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي پاکستان ته په اشاره چې د افغانستان د ټرانزيټ برخه کې يوازینۍ لار وه ويلي:
تر دې وروسته هېڅ هېواد نهشي ويلاى چې افغانستان د پاکستان پر ټرانزيتي لارو متکي دى.
د افغانستان سفير د اسيا زړه کنفرانس ډېر مهم بللى چې راتلونکې اوونۍ د هند په امرتسر کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هندوستان د صدراعظم نريندرا مودي له خوا پرانېستل کېږي.
ټايمز اف انډيا د افغانستان د سفير په حواله ليکلي چې ويلي يې دي، د امرتسر جغرافيايي موقعيت، دغه ښار د منطقوي وصلېدو د هڅو په مرکز بدل کړى دى.
دغه هندۍ ورځپاڼه ليکي:
په امرتسر کې کېدونکې غونډه د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د سټراټيژيکو او اقتصادي همکاريو د پراختيا لپاره يو فرصت ايجادوي.
ټايمز اف انډيا د مطلب په وروستيو کې ليکلي:
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې دا يې روان کال هند ته دويم سفر دى، د افغانستان د غوښتنو له يوه لېست سره هند ته ځي، په هغو کې د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د مبارزې لپاره داضافي پوځي ملاتړ غوښتنه هم شامله ده.
انټرنشل بزنس ټايمز:
انلاين خپرونې انټرنشنل بزنس ټايمز تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې ده: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ريلګاډي د پټلۍ په مرسته، د افغانستان د طبيعي ګازو تجارت او توليد پراختيا مومي.
د ليکنې په پيل کې راغلي، د ريلګاډي دغه پټلۍ چې څه باندې ٨٩ کيلومتر يا ٥٥ مايله يې بشپړ شوي او پرانېستل شوه، په حقيقت کې د پټلۍ د يوې سترې پروژې برخه ده چې په ټوله کې به څه باندې ٤٠٢ کيلومتره يا ٢٥٠ مايله وي.
خپرونه اټکل کوي چې افغانستان کې د ناامنۍ له کبله څوک نهشي ويلاى چې دغه پروژه به کله بشپړېږي.
د انټرنېشنل بزنس ټايمز خپرونې په حواله، ترکمنستان چې روسيې ورڅخه د ٢٠١٦ میلادي کال په لومړيو کې د ګازو رانيول ودرول، اوس خپل طبيعي ګاز تر ډېره چين ته صادروي، خو طبيعي زېرمو دغه غني هېواد کولاى شي د رېلګاډي د نوې پټلۍ په مرسته منځنۍ اسيا له نورو هېوادونو سره وتړي.
خپرونه زياتوي، که څه هم په افغانستان کې جګړه روانه ده، خو وسلهوال طالبان اوس ځکه کمزوري شوي چې مالي سرچينې يې کمې شوي او د تېرکال په جريان کې له دوى څخه د عرب هېوادونو ملاتړ کم شوى دى.
انټرنشل بزنس ټايمز د طالبانو د يوه سياسي مقام ملا رحمت الله کاکازاده خبرو ته اشاره کړې چې ويلي يې دي:
د مالي سرچينو کمېدو له کبله دوى له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
کاکازاده ويلي، د افغانستان په جګړه کې د زياتو ماشومانو او ملکيانو د وژل کېدو له کبله مرستندويو کسانو له طالبانو سره خپلې مالي مرستې کمې کړې يا هم بېخي بندې دي.