د اوپېک یا د تېلو د سترو صادرونکو هېوادونو وزیرانو موافقه وکړه چې د خپلو تېلو صادرات به د ورځې یو اعشاریه دوه میلیونه بېرله کم کړي.
د چهارشنې په ورځ ویانا کې د اوپېک د ۱۵ غړو هېوادونو وزیرانو دا پرېکړه د دې لپاره وکړه چې د تېلو بیه په نړیوالو بازارونو کې لوړه شي.
روسیې او د تېلو یو شمېر نورو مهمو صادرونکو هېوادونو هم منلې ده چې خپل صادرات به راښکته کړي.
دغه هېوادونه د اوپېک غړي نهدي.
د قطر د تېلو وزیر او د اوپېک مشر محمد صالح الساده وویل:
"خوشاله یم چې دا خبر درکوم چې روسیې تیاره ژمنه کړې ده چې هره ورځ به د تېلو ۳۰۰ زره بېرله صادرات کموي. یو شمېر نورو هېوادو هم ژمنې کړې دي او موږ د یوې غونډې بلنه ورکړې ده چې دغه ژمنې پهکې نهایي شي."
د دې موافقې له اعلان سره د نړۍ بازارونو کې د اومه تېلو بیه په ۱۵ دقیقو کې له اتو فیصدو نهو فیصدو ته لوړه شوه.