چین وایي، افغانستان د چین د اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري.
دا خبره د چین بهرنیو چارو مرستیال وزیر پرون کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې د کتنې پر مهال وکړه.
د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې ولسمشر اشرف غني وویل چې داسې هڅې روانې دي چې افغانستان په سیمه کې د همکارۍ او سره یوځای کېدو په اصلي مرکز بدل شي.
تمه ده چې نن د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کانګ زینیو د افغانستان له اجرائیه رئیس سره په کابل کې وویني.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي پرون مازیګر په کابل کې له خپل چینایي سیال سره ګډې خبري غونډې ته وویل:
"د چین بهرنیو چارو وزارت مرستیال چې کابل ته راغلی، له اجرائیه رئیس او پخواني ولسمشرحامد کرزي سره د پنجشنبې په ورځ ویني او په تفصیل به خبرې وکړي."
د چین بهرنیو چارو مرستیال وزیر دغهراز افغان ولسمشر ته وړاندیز کړی چې سیمه کې د اقتصادي پرمختګ لپاره دې د پیکنګ، کابل او اسلاماباد تر منځ درې اړخیزې غونډې پیل شي.