اوبراین: سوریه کې په منظم ډول د جګړې له قوانینو سرغړونه شوې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر وایي، د سوریې جګړه کې ښکېلو خواو په منظم ډول د جګړې له قوانینو سرغړونه کړې او د پوځي بریاوو لپاره‌یې هر څه ترسره کړي دي.

سټیفن اوبراین «Stephen O'Brien» دغه ارزونه پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې ته وړاندې کړه.

اوبراین چې له لندن څخه‌یې د وېډیو کنفرانس له لارې دغې غونډې ته خبرې کولې وویل، هغه سپېڅلي مفاهم چې د نسلونو په بیه او د دردناکه تجربو په نتیجه کې ترلاسه شوي او څه باندې یو نیم سل کاله مخکې د ژنیو په لومړني کنوانیسون کې ځای شوي، سوریه کې په منظم ډول له پامه غورځول شوي دي.

د ژنیو کنوانیسون یو نړیوال تړون دی او لارښوونه کوي چې جګړه کې باید کوم اصول په پام کې ونیول شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه د دې لپاره رابللې وه چې د سوریې د جګړه ځپلي حلب ښار ناوړه وضعیت ته رسیدګي وشي.

خو اکثرو څارونکو د دې تمه نه‌درلوده چې په‎کې به کوټلي اقدامات وشي.

اوبراین دې غونډې ته دغه‌راز وویل چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې په حلب کې ۲۵ زره کسان له خپلو کورونو بې‎ځایه شوي دي.

هغه اټکل وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به چې د سوریې ځواکونو تهاجمي حملو ته زور ورکړی، په زرګونو نور کسان هم تېښتې ته اړ شي.