سوري ټلوېزيونونه: اسرائيلي الوتکو د دمشق پر لوېديځ حملې کړي

د سوريې دولتي ټلوېزيوني راپورونه وايي، اسرائيلي جېټ الوتکو د لبنان له هوايي قلمرو څخه د دمشق پر لوېديځ حملې کړي دي.

د دوی په وینا، په حمله کې دوه توغندي ويشتل شوي چې تلفات نه‌لري.

د سانا خبري اژانس د يوې پوځي سرچينې له خولې ويلي چې دا توغندي سهار وختي د صبوره په سيمه کې لګېدلي.

د دغې سرچينې په وينا، دا حمله د سوريې د پوځي لاسته راوړنو څخه د توجه لیرې کولو هڅه ده.

خبري اژانس مشخص کړي نه‌دي چې دا کوم ډول توغندي وو.

د اسرائيل له‌خوا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويل شوي.

ويل کېږي اسرائيل پخوا هم سوريې ته توغندي ويشتل چې د لبنان شيعه حزب‎الله ډلې د وسلو سيسټم په نخښه کړي.