جان برنن: ډونالد ټرمپ دې د روسيې پر ژمنو باور نه‌کوي

د امريکا د استخباراتي ادارې «سي. آی. اې» مشر جان برنن د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ته مشوره ورکړې ده چې د روسيې پر ژمنو باور ونه‌کړي.

ده د سوريې د کړکېچ ډېره ملامتي پر مسکو اچولې ده.

بي بي سي نن د جان برنن له خولې ليکلي چې په یوه مرکه کې يې ويلي، د سوريې ولسمشر بشارالاسد د سوريې د راتلونکي واک په لاس کې لري.

خو ده هر ډول موافقې ته د روسيې پر ژمنتیا شک څرګند کړ او ویې‌ويل چې تر موافقې مخکې به روسيه د ځمکنيو برياوو تر لاسه کولو ټوله وسه وکړي.

د «سي. آی. اې» رئيس زیاته کړه، په دې باور دی چې واشنګټن باید د هغو منځ دريځو ياغي جنګياليو ملاتړ وکړي چې له دمشق سره په جګړه بوخت دي ځکه د ده په وينا سوريه، ايران، حزب‌الله او روسيه پرې حملې کوي.

د کمپاين پر مهال ټرمپ ويلي و چې له مسکو سره به د يو شمېر مسائلو په اړه له نېږدې کار کوي لکه د داعش ډلې پر ضد جګړه.

ټرمپ به په جنورۍ کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړي او برنن به له څلورو کلونو وروسته د «سي. آی. اې» د مشر په توګه خپله دنده پای ته ورسوي.