د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسولین له حکومت څخه غواړي څو په هېواد کې د رېل پټلۍ د غځولو په خاطر د حلقوي سړکونو جوړولو ته پاملرنه وکړه.
د دغې خونې ویاند صیامالدین پسرلي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل که چېرې دننه هېواد کې د رېل پټلۍ د غځېدلو چارې برابرې شي نو د افغانستان اقتصاد به څو برابره وده وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ له حکومته نهغواړو کورنیو پروژو، لویو لارو او د رېل پټلۍ ته زیاته پاملرنه وکړي لکه څنګه چې د فواید عامې وزارت ژمنه کړې وه چې حلقوي سړک جوړېږي نو باید ژر تر ژره په دې برخه کې کار وشي."
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د ترکمنستان له اتامرات څخه د افغانستان تر اقينې بندره د رېل پټلۍ رسماً افتتاح کړه.