کرنې وزارت: د جګړو له امله د جوارو او غنمو حاصلات کم شوي

د افغانستان د کرنۍ او مالدارۍ وزارت مسولین وايي چې سږکال په یو شمېر ولایتونو کې د ناامنیو له امله د جوارو او غنمو په حاصلاتو کې کموالي راغلي دی.

د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بغلان او کندز ولایت په یو شمېر سیمو کې جګړې وې اود بزګرانو کښت او کار ته زمینه نه وه برابره ځکه په یادو برخو کې حاصلات کم و.

خو ښاغلی راشد وايي چې سږکال د تازو مېوو په برخه کې د هندوانو په محصولاتو کې ۱۶۳ټنه، د مڼو په حاصلاتو کې ۵۷ ټنه، د خټکیو په محصولاتو کې ۶۸ ټنه او د چارمغزو په حاصلاتو کې ۴۷ ټنه زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د تازه مېوو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل په دغه هېواد کې د باغدارۍ پراختیا یادوي.