دفاع وزارت: «شفق۲» عملیاتو کې له ۱۳۰ زیات وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د شفق دوه عملیاتو په ترڅ کې تېرو ۱۰ ورځو کې له ۱۳۰ زیات وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې د وسله‌والو مخالفینو مهم قوماندان هم شامل دی.

ښاغلی رادمنش وايي چې د شفق دوه عملیات د قوس یا لېندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په ننګرهار، هلمند، نورستان، پکتیا، غزني، کندز او ځینو نورو ولایتونو کې پیل شوي.