مالیې وزارت: په ۱۳۹۵کال کې ملي عواید زیات شوي

د افغانستان مالیې وزارت په ۱۳۹۵کال کې په ملي عوایدو کې د زیاتوالي خبر ورکوي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن ولسي جرګې ته د ۱۳۹۶مالي کال بودجې د معرفي کولو پر مهال وویل، تر دې دمه ۱۴۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي چې دا له ټاکل شوي هدف څخه اته سلنه زیاتوالی ښيي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"په روان کال کې تر دې دمه تر لاسه شوي عواید ۱۴۰ میلیارده افغانۍ کېږي چې د روان کال د عوایدو له پلانه ۸ سلنه زیاتوالی او د ۱۳۹۴ کال له حقیقي عوایدو څخه ۱۳سلنه زیاتوالی ښيي."

د مالیې وزیر وايي، په ۱۳۹۵کال کې د امنیتي ستونزو با وجود د افغانستان اقتصادي وضعیت له نزولي حالته مخ پر ښه کېدو وو.