د "اعماق" په نوم یوې خبري سرچینې چې د اسلامپالو ډلو خبرونه خپروي ویلي چې د امریکا اوهایو ایالت کې وروستۍ حمله د داعش "عسکر" کړې ده.
یوه مشکوک سړي د دوشنبې په ورځ د اوهایو دولتي پوهنتون ته نېږدې پر خلکو د چړې وار وکړ او ۱۱ تنهیې زخمیان کړل.
"اعماق" خبري اژانس پرون سېشنبه د داعش یوې سرچینې په حواله وویل چې دا حمله ځکه شوې چې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د غړو هېوادونو پر وګړو د برید غږ شوی دی.
د راپورونو پر بنسټ حمله یوه ۱۸ کلن سړي کړې چې سومالیا کې زېږېدلی او عبدالرزاق علي ارتان نومېږي.
هغه زدهکونکی دی او ویل کېږي چې یو شمېر کسانیې په موټر هم وهلي دي.
د اوهایو پولیسو په دې اړه د ترورېستي حملو لپاره ځانګړې څېړنې پیل کړي دي.