د جرمني بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر پر روسیې غږ وکړ چې د سوريې حلب ښار ته دې د مرستې مواد ورپرېږدي.
شټاین مایر او د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون سېشنبه د اوکراین د وضعیت په اړه د خبرو لپاره د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې سره وکتل.
دواړو وزیرانو د سوریې پر وضعیت هم خبرې کړې دي.
د شټاین مایر ملګري پلاوي ویلي چې له روسي اړخه په زغرده غوښتنه شوې چې په حلب کې خلکو ته د مرستې مواد ورپرېږدي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم پرون د خپل حکومت دفاع او له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې وزارتونو ته دنده وسپارله چې ډېر ژر باید ګرځنده روغتیایي ډلې سيمې ته ورواستوي.