د کندهار ښار په چوڼۍ سیمه کې يو سړی پرون سېشنبه د ناڅرګندو وسلهوالو په حمله کې ووژل شو.
دا سړی اغا محمد نومېږي چې د ښار په اوله حوزه کې یې د موټرو مینځلو دوکان درلود.
د ازادي راډیو خبریال وايي چې حمله کوونکي پر موټر سایکل سپاره وو او تښتېدلي دي.
د کندهار د والي ویاند صميم خپلواک پېښه تائيد کړې او ویلي دي چې وژل شوي سړي له دولت سره رابطه نهدرلوده او د قتل دلیلیې لا نهدی څرګند شوی.