د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هرات د ۲۰۷م ظفر قول اردو د قوماندان جنرال محيالدین غوري پر وژلو شدیده خواشیني څرګنده کړه.
د ارګ خبرپاڼه کې چې پرون سېشنبه خپره شوې، دا پېښه "هوايي سانحه" بلل شوې او ویل شوي چې جنرال غوري له افغانستانه د دفاع لپاره په رسمي مأموریت کې ژوند بایللی دی.
د ملي دفاع وزارت وايي، د جنرال غوري الوتکه پرون د تخنیکي ستونزو له امله په بادغیس کې د ترکمنستان پولي ته نېږدې راوغورځېده.
کابل کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت هم د جنرال غوري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.