اروپايي ټولنه د خودکفايۍ په برخه کې له افغانستان سره د مرستې او ملاتړ په هدف د «اقتصادي پياوړتیا او سیمهییزې همکارۍ لپاره د سوداګرۍ پروګرام» یا «ATEG» تمیلوي.
د منځنۍ اسیا سره د ریل پټلۍ له لارې د افغانستان له وصلېدو سره یوځای اروپايي ټولنه د نړیوال سوداګریز مرکز په تخنیکي مرسته د داسې پروګرام د پیلېدو خبره کوي چې په باور یې د افغانستان د صادراتو له پراختیا سره به مرسته وکړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلېبن د سې شنبې په ورځ د اقتصادي پیاوړتیا او سیمهییزو همکاریو لپاره د سوداګرۍ تر نوم لاندې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې پروګرام پر اساس به د اصلاحاتو تر څنګ ګڼو نورو برخو ته کار وشي.
نوموړي زیاته کړه:
"د سوداګرۍ د نړیوال سازمان یا «WTO» سره یوځای کېدل د دې پروګرام د تمرکز یوه مهمه برخه ده، دا د زیاتو اصلاحاتو راوستلو لپاره یو ښه فرصت دی چې د سوداګرۍ سکټور ته د مخته تګ اجازه ورکوي، ډېرې کاري زمینې پیدا کوي او پر ځان د بسیاینې پر لور د حکومت له هدف سره مرسته کوي."
اروپايي ټولنه وايي، دا درې کلن پروګرام دی چې له څلورنیم میلیونه یورو څخه ډېر لګښت لري او د سوداګرۍ نړیوال مرکز له لوري به په افغانستان کې پلی شي.
د سوداګرۍ نړیوال مرکز د کوچنیو سوداګریزو چارو ملاتړ کوي تر څو سوداګر نړیوالو بازارونو ته اسانه لاسرسی ولري او نورو ته د کار لا ډېره زمینه برابره شي.
په کابل کې د دې مرکز مسؤلین وايي چې د دې پروګرام له مخې د پالېسیو غني کولو، د صادراتو ملي ستراتیژي طرحې او تدوین، د موادو د تولید سټنډرډونو جوړولو، په ادارو کې ظرفیت جوړولو او ځيني نورو چارو ته کار کېږي.
دا پروګرام د اوسپنې پټلیو له لارې د ترکمنستان او چین او د چابهار بندر له لارې د هندوستان او ایران سره د افغانستان له وصلېدو سره یوځای پیلېږي.
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا دا د اروپايي ټولنې لهخوا یو پر ځای اقدام بولي او هیله لري چې په افغانستان کې به د کارموندنې او سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه ولري.
Your browser doesn’t support HTML5
نوموړي زیاته کړه:
"زما په نظر د دې پروژې پیلېدل پر وخت شوي، تر څو له افغان حکومت سره د اقتصادي پیاوړتیا، د اړتیا وړ کارونو په ترسره کېدو، د پالېسیو او ستراتیژیو د تدوین او اجرا په برخه کې مرسته وکړي."
د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې په ځينو برخو کې د ظرفیت د نشتوالي له امله سیمهییزه سوداګري او قراردادونه زیانمن شوي، معیارونو ته نهپاملرنې د هېواد ځيني تولیدات له صادراتو غورځولي او بالاخره د صادراتو لپاره د ملي ستراتیژۍ نشتوالي د سوداګرۍ د بیلانس کسر ټیټ کړی دی.
دوی وايي چې افغانستان دا مهال تر ټولو ډېر همداسې یوه هڅونکي پروګرام ته اړتیا لري چې له پلي کېدو سرهیې کېدای شي د بېوزلۍ او ناامنۍ ګراف هم ټيټ شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ