لویدیځ سره د اړیکو ښه کېدو په اړه روسیه کې د نظر پوښتنې پایلې

په روسیې کې یوې نظر پوښتنې ښودلې چې په هغه هېواد کې د ۲۰۱۵ کال له نیمایې څخه د هغو کسانو شمېر ډېر شوی چې له لویدیځ سره د اړیکو ښه کیدل غواړي.

په هغو شمېرو کې چې د لیوادا په نوم د نظرپوښتنې خپلواکې ادارې له‎خوا د نوومبر پر۲۹ خپرې شوې، ویل شوي چې ۷۱ فیصده روسان وایي، غواړي له لویدیځ سره پراخې او نېږدې اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکې ولري چې دا فیصده په ۲۰۱۵میلادي کال کې ۵۰ وه.

یوازې ۱۷سلنه خلکو له لویدیځ سره د اړیکو کمولو ته رأیه ورکړې ده. د دغو غوښتنو فیصدي په ۲۰۱۵ کال کې ۳۷ وه.

۵۲ فیصده خلکو ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه کوم دلیل نه‎لري چې روسیه وویروي، خو ۳۷ فیصده بیا وایي چې دا وېره شته.

۵۷ فیصده پوښتل شوي کسانو ویلي روسیه باید له ناټو وویریږي او ۳۱ فیصده وایي روسیه باید ونه ویریږي.

۴۴ فیصده خلک وایي، د روسیې په اړه د لویدیځ مفکوره ورته اهمیت لري، خو ۵۱ فیصده یې برعکس خبره کوي.