چارواکي وایي چې سلګونو وسلهوالو طالبانو نن سهار د کندهار پر نېش ولسوالۍ حمله کړې او د دې ولسوالۍ درې پوستې یې نیولې دي.
د کندهار مطبوعاتي مسؤل صمیم خپلواک د پېښې په تائید سره ازادي راډيو ته وویل چې د وسلهوالو تر حملې وروسته سېمې ته کومکي سرتېري رسېدلي او عملیات پیل شوي دي.
خپلواک وویل چې په دغو عملیاتو کې ۱۴وسلهوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
وسلهوالو طالبانو د دغو حملو مسؤلیت منلی او د زیات شمېر امنیتي ځواکونو د وژل کېدو ادعا یې کړې ده.