د غیر مسؤله وسلهوالو له لوري د لاجوردو کان د کنټرول په اړه د نېشل انټرست امریکايي ورځپاڼې د راپور تر خپرېدو وروسته د بدخشان ولایتي شورا رئیس او محلي چارواکي هم تائیدوي چې د دغه ولایت د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان له دوو کلونو راهیسې د حکومت له کنټروله بهر دی.
د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالله ناجي نظري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو څو کلونو کې د دغه کان له درکه میلیاردونه ډالر د غیر مسؤله وسلهوالو او د حکومت د مخالفینو جېبونو ته ځي.
ښاغلي نظري زیاته کړه:
"د لاجوردو کان چې په کران و منجان ولسوالۍ کې دی له دوو کلونو راهیسې د سیمې د خلکو په کنټرول کې دی او حکومت پری هېڅ کنټرول نهلري او له دغه کانه هېڅ عاید نهترلاسه کوي، په دې برخه کې خپله حکومت ګرم دی ځکه کله چې یې پر دغه کان کنټرول له لاسه ورکړی د بېرته نیولو لپارهیې هېڅ اقدام نهدی کړی."
ښاغلي نظري زیاته کړه چې د راغستان د زرو کان سربېره د دغه ولایت ټول کانونه د محلي زورواکو او وسلهوالو مخالفینو په واک کې دي.
په ورته وخت کې د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار وايي چې د ناامنیو له کبله حکومت نهدی توانېدلی چې د کران و منجان پر کان کنټرول ولري خو زیاتوي چې د دغه کان د بېرته کنټرول لپاره حکومت ژمن دی.
ښاغلی بېدار وايي:
"موږ خپل منظم پلانونه ولسمشر او امنیت شورا ته استولي، هغوی ژمنه کړې چې نېږدې راتلونکي کې به دغه کان په قانوني توګه استخراج کړي او د امنیت د تأمین لپاره بهیې یوه ځانګړی قطعه جوړه کړي، دغه غیر مسؤل وسلهوال د مجاهدینو پخواني قوماندانان دي او په دې فکر دي چې دوی په کران و منجان کې نور عواید نهلري او دغه کان د هغوی لپاره دی."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې نېشنل انټرسټ امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی، د بدخشان د لاجوردو کان چې د بهرنیو مرستو څخه د افغانانو د وتلو د یوازنۍ بدیللارې په توګه ګڼل کېږي د غیر مسؤله وسلهوالو ډلو په کنترول کې دی.
دا چې د بدخشان د لاجوردو او زرو کانونه د غیر مسؤله وسلهوالو ډلو، مخالفینو او مافیايي کړېو په واک کې دي نوې خبره نهده بلکې له کلونو راهیسې په دې اړه راپورونه ورکول کېږي.
د بدخشان د ولایتي شورا رئیس په خبره فساد، د قوي ارادې نشتوالی، ناامني او نور ورته عواملو وسلهوالو مخالفینو او غیر مسؤله وسلهوالو ته فرصت برابر کړی چې دغه کانونه استخراج کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې له وسلهوالو مخالفینو سره د جګړې تر څنګ د افغان امنیتي ځواکونو یوه دنده له کانونو ساتل دي چې په دې برخه کې هڅې دوام لري.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه:
"د کانونو غیر قانوني استخراج د امنیتي ځواکونو پر وړاندې یوه ستونزه ده، هغه ځواکونه چې په بدخشان کې دي هغوی نهیوازې دا چې طالبانو پر وړاندې جګړه کوي بلکې دغه موضوع هم ورته مهمه ده، د پولیسو او امنیتي ځواکونو یو مسؤلیت هم همدا دی چې د دا ډول کسانو مخه ونیسي."
هاخوا د افغانستان د کانونو څار بنست په یو تازه خپور شوي راپور کې راغلي چې د کانونو په غیر قانوني کېندلو کې د افغانستان د کابینې او ملي شورا غړي ښکېل دي.
د دغه بنسټ د راپور له مخې که په افغانستان کې د کانونو د غیر قانوني کېندلو مخه ونهنیول شي دغه هېواد به له لوی بحران سره مخ شي.
راپور: عبادالله حنانزی