WFP: ګڼ افغانان د خوارځواکۍ لوړې کچې سره مخ دي 

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان یا «WFP» استازي وایي ډېرې افغانان د خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دي.

د دغه سازمان مرستیالې نوکوفوګنګا دا خبرې نن د خوړو د غني کولو پروګرام د کمپاین د پرانیستې پرمهال وکړې:

"د روغتیا نړیوال سازمان«WHO» د معیارونو پراساس په افغانستان کې خوارځواکي، په بدن کې د ویټامینونو او منرالونو کموالی په ډېره لوړه سطح کې دی."

د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د ۴۳میلیونه افغانیو په ارزښت یو ۷ میاشتنی کمپاین پیل کړی چې له مخې یې په کابل او ولایتونو کې عامو خلکو ته دغني شویو خواړو په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.