مشرانو جرګې د اقینې رېل پټلۍ پرانیستلو هر کلی وکړ

د مشرانو جرګې اداري پلاوی د افغانستان ـ ترکمنستان ترمنځ د رېل پټلۍ له پرانیستې هرکلی کوي او دا اقدام د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره ګټور بولي.

د دغې جرګې دویم مرستیال حسیب الله کلیمزي چې نن یې د جرګې مشري کوله په دې اړه وویل:

"موږ هیله من یو چې دې ته ورته پروژې به د افغانستان په نورو بندرونو کې پلې شي ترڅو افغانستان چې کومې ستونزې له اروپا او منځنۍ اسیا سره د نښلېدو په برخه کې لرلې هغه په بشپړه توګه حل شوي وي."

په ورته وخت کې وسله‌والو طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له هغو پروژو ملاتړ کوي چې د افغانستان د پرمختګ سبب ګرځي او ژمنه یې کړې چې د دغو پروژو خوندیتوب ته ژمن دي.