د پښتو د فلسفي شاعر غني خان د شلم تلین په مناسبت په کابل کې یوه غونډه جوړه شوې ده.
دغه غونډه چې نن د حامد کرزي بنسټ لهخوا جوړه شوې، پخواني ولسمشر حامد کرزي، اسفندیار ولي خان او یو شمېر نورو مطرحو سیاسي او فرهنګي شخصیتونو پهکې ګډون کړی دی.
دې غونډې ته د نوې ملي جبهې مشر انوارلحق احدي هم د غني خان پر کارنامو خبرې وکړې او ویېویل چې د غني خان شعرونه د یوه ملت د کلتور په جوړولو کې رغنده رول لري.
غني خان د خان عبدالغفار خان زوی دی چې په ۱۹۱۴ میلادي کال کې یې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
که څه هم د غني خان په شعرونو لسګونه کلونه اوښتي، خو اوس هم د ده کلام ژوندی دی او ادبپوهان وایي چې په پښتو معاصر ادب کې د غني ساری ډېر کم لیدل کېږي.