په کلمبیا کې یوې الوتکې له یو اتیا سورلیو سره سقوط وکړ.
په الوتکه کې چې د یوه فوټبال ټیم لهخوا چارټر شوې وه او د ټیم غړي یې لېږدول ټول ټال ۹ کارکوونکي او ۷۲ سورلۍ ناستې وې.
دا الوتکه له مدلین ښار دباندې پرون ناوخته لوېدلې ده.
د فرانسې خبري اژانس د یوه کلمبیايي مقام په حواله ویلي چې شپږ تنه له دې پېښې ژوندي پاتې دي.
په دې الوتکه کې د شپکووینسې ټيم غړي شامل و چې تمه وه نن د لاتینې امریکا د کلبونو فاینل لوبه وکړي.
د الوتکې د رالوېدو دقیق علت نهدی معلوم خو ویل شوي چې د پېښې په وخت هوا خرابه وه او سخت باران ورېده.