د سوريې حکومتي ځواکونو حلب کې شپږ سیمې نیولي

د سوريې حکومتي ځواکونو په حلب کې شپږ سیمې چې پخوا د رژیم د مخالفو وسله‎والو په لاس کې وې، نیولې دي.

په‎ دې ډول، د حلب ښار ختيځ په دوو برخو ووېشل شو او زرګونه کسان‌يې له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.

د سوریې دولتي ټلوېزیون پرون دوشنبه اعلان وکړ چې حکومتي ځواکونو د حلب په ختیځ کې د ساخور، حیدریه او شیخ خدر سیمې نیولې دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې چې مرکز يې په بریتانیه کې دی، دا رپوټونه تائید کړي او ویلي يې دي چې د بشارالاسد د رژیم مخالفو ملېشو د حلب په ختیځ کې درېیمه برخه سیمې بایللې دي.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي چې دا له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د بشارالاسد د رژیم د مخالفو ملېشو لپاره تر ټولو ستر شکست دی.