په کیوبا کې زرګونه کسانو پرون دوشنبه د دې هېواد په پلازمېنه هاوانا کې د انقلابي او سیاسي رهبر فیډل کاسټرو مړي ته د درناوي وروستي مراسم سر ته ورسول.
د کاسټرو د جسد ایرې په یوه ځانګړي منګي کې د هاوانا ښار د انقلاب پر څلور لارې کې هغو خلکو ته ایښې وې چې د کیوبا د انقلابي مشر د درناوي لپاره ورغلي وو.
له کاسټرو سره د "مخه ښې" مراسم پرون پیل شوي او نن به هم دوام وکړي.
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران به نن د دې مراسمو په وروستۍ ورځ کې برخه واخلي خو روسیې ویلي چې ولسمشر پوتین د ورتګ پلان نهلري.