ولسمشر غني بلخ کې له چارواکو سره پر سیاسي حالاتو خبرې کوي

ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه په بلخ کې له چارواکو سره پر سیاسي حالاتو خبرې کوي.

ښاغلي غني بېګا هم په بلخ کې له یو شمېر چارواکو سره کتلي دي.

مخکې داسې ګنل شوې وه چې ښاغلی غني به بلخ ته په خپل سفر کې عطامحمد نور د دې ولایت د والي په توګه معرفي کړي.

خو د ښاغلي غني ویاند محمدهارون چخانسوري مزارشریف کې د ازادي راډيو خبریال ته وویل چې په‎ دې سفر کې داسې پرېکړې ته ځای نه‎دی وکړل شوی.

چخانسوري بلخ ته د ولسمشر د سفر د هدف په اړه وویل:

"دا د محلي ادارو د کار ارزونې لپاره د ولسمشر د سفرونو د لړۍ برخه ده. په بلخ کې ښه کار شوی او د ستایلو دی."

ولسمشر محمد اشرف غني په بلخ کې له خبریالانو سره له خبرو ډډه کړې ده.