په ننګرهار کې چارواکو ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کې يې د داعش ۳۰ وسلهوال وژلي دي.
د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال پرون دوشنبه خبري رسنیو ته وویل، د داعش یو قاضي هم په دې هوايي حملو کې وژل شوی دی.
په همدې حال کې چارواکي وايي چې په زابل کې څلور سرحدي پولیس د وسلهوالو طالبانو په کمین کې وژل شوي دي.
د زابل والي بسمالله افغانمل دا پېښه تائید کړې او د نورو جزئیاتو له ورکولو پرتهیې ویلي چې پولیسو په یوه غرنۍ سیمه کې ګزمه کوله.
افغانمل ویلي چې په دې حمله کې ۷ تنه وسلهوال طالبان هم وژل شوي دي.