ملګري ملتونه وایي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې لږ تر لږه پنځه لکه افغانان د جګړې له امله له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو دا رپوټ چې پرون دوشنبه خپور شو په افغانستان کې د جګړې له امله د بېکوره شویو خلکو تر ټولو لوړه شمېره څرګندوي.
د رپوټ په حواله، افغانستان ته له پاکستانه هم د خلکو د بېرته ستنېدو لړۍ د چټکتیا په حال کې ده.
ملګري ملتونه وايي، په روان کال کې څه باندې شپږ نیم لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
خو د افغانستان حکومت وايي، سږ کال د جګړې له امله ۳۰ فیصده بېکوره شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.