د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف وایي چې ماشومان په افغانستان کې خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی نهلري.
د دغې ادارې مشرې ادل خضر وایي، د جګړې دوام، بېوزلي او خدماتو ته نهلاسرسی د دې لامل شوی چې ماشومان له سختو ستونزو سره مخ شي.
نوموړې دا خبرې نن د ماشومانو د حقونو کنوانسیون د تطبیق په مناسبت د دولت د دورهیي راپور ورکولو مراسمو ته په وینا کې وکړې.
د دغه پروګرام له جوړېدو هدف د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ جوړول یاد شوي دي.